چين : جاپان بايد د ذروي ککړو اوبو د تصفيې تجهيزاتو د خرابېدو په اړه مالومات ورکړي
cri2021-09-16 14:33:12
شريکول:

په دې وروستيو کې خبر ورکړی شوی، چې د جاپان د فوکوشما اټومي برېښناکوټ د ذروي ککړو اوبو د تصفيې تجهيزات خراب شوي دي، د چين د خارجه وزارت وياند جاو لي جيان د سپتمبر په ۱۵مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې له دغه خبر څخه څرګندېږي، چې د توکيو برېښنا شرکت د انتظام چارې ډېرې ګډوډې دي.

نوموړي په اشارې وويل، چې چين دغه خبرونه څاري او په دې شک کوي، چې ايا جاپان کولی شي، چې د د ذروي ککړو اوبو د تصفيې تجهيزات وکاروي ؟

نوموړي وويل، د توکيو برېښنا شرکت څو ځله خپله کاري ډيټا تعديل کړې، ذروي پېښې يې پټې کړي، نو هر څوک چې دغې مسئلې ته پاملرنه کوي، پوښتنې ورته پيدا کېږي، چې ايا دغه شرکت د زياتې اندازې ذروي ککړو اوبو د تصفيې توان لري ؟ ايا د جاپان حکومت د دغې مسئلې په اړه څار کړی که نه ؟ سمندر ته د ذروي ککړو اوبو د توئيدو پرېکړه مسئولانه ده ؟ جاپان بايد يادو پوښتنو ته ځوابونه ووايي او د فوکوشما د ذروي ککړو اوبو د تصفيې او توئيدو مسئلې د حل په برخه کې بايد کومه نيمګړتيا يا تېروتنه و نه کړي. (شکريه)