روسيې د کوريا ټاپووزمې له اړوندو خواوو څخه د خبرو اترو د بيا پيل غوښتنه وکړه
cri2021-09-16 14:28:34
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې د سپتمبر په ۱۵مه نېټه د يوې بيانيې په خپرولو سره د کوريا ټاپووزمې له اړوندو خواوو څخه غوښتي، چې سړه سينه وساتي او خبرې اترې بيا پيل کړي.

د دغه وزارت وياندې ماريا زاخاروا په دغې بيانيې کې ويلي، چې روسيه د کوريا ټاپووزمې وضعيت څاري او په دې اند ده، چې سياسي او ديپلوماتيکه وسيله د اوسنۍ مسئلې د حل و فصل يوازنې لاره ده. روسيه له اړوندو خواوو غواړي، چې سړه سينه وساتي او له اړوندو موافقه ليکونو او ژمنو سره سم خبرې اترې بيا پيل کړي. روسيه به د دې مسئلې د حل لپاره د دغه هېواد او چين لخوا د وړاندې شوې نقشې او عملي پلان د پلي کولو لپاره دوامدارې هڅې وکړي. (شکريه)