چين د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره هلې ځلې کوي
cri2021-09-16 14:58:07
شريکول:

په داسې حال کې، چې د کرونا ډيلټه ويروس په ګردې نړۍ کې په چټکۍ خپريږي او د نړيوال اقتصاد پر بيااحيا يې بدې اغېزې کړي، د چين حکومت له لوري خپرې شوې اقتصادي شمېرې د نړيوالې ټولنې هيلې راټوکولي او د اقتصادپوهانو پاملرنې یې راجلب کړې دي.

د چين په کور دننه په تېرو دوو مياشتو کې سخت سيلابونه راوتلي او ځينو سيمو کې

د کرونا مثبتې پېښې هم رامنځته شوي، چې له امله یې ځينې اقتصادي شمېرې ټيټې شوي، خو په ټوله کې سږنۍ اقتصاد شمېرې يې پر له پسې د زياتېدو په حال کې دي.

په ورته وخت کې بیا د چین بهر د ناثباتۍ عوامل زيات شوي دي.

چين د بهرنيو پانګو له راجلبولو سره هممهاله په نورو هېوادونو کې هم ډېرې پانګونې کړي او د نړيوال اقتصاد د بيااحيا لپاره یې حیاتي ځواک برابر کړی دی. د چين د سوداګرۍ وزارت يوه شمېره ښيي، چې د روان کال په لومړيو اوو مياشتو کې په دغه هيواد کې څه باندې ۹۶ ميليارډه ډالره بهرنۍ پانګونه شوې، چې دا د تېر کال د همدې مودې په نسبت دېرش اعشاريه نهه سلنه زياتوالی ښيي. داسې ښکاري چې چين لا هم د نړيوالو پانګوالو لپاره مهم تمځای دی او د چين بازار د نړيوالو تصديو د پرمختګ لپاره ګټور فرصتونه برابر کړي دي.

په يادو اوو مياشتو کې چين د يو کمربند او يوې لارې پرغاړه پرتو هېوادونو کې ۱۱ ميليارډه او ۲۹۰ ميليونه ډالره مستقيمې پانګونې کړي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په نسبت 9.9 سلنه زياتوالی ښيي. د پرمختللو هېوادونو په پرتله، د پرمختيايي هېوادونو د اقتصاد د بيااحيا پر وړاندې ډېرې زياتې ستونزې موجودې دي، نو د چين يادې پانګونې له دغو هېوادونو سره ډېره مرسته کولی شي.

د چين تصديو د نړيوال بازار د تقاضا او عرضې په برخه کې د ستونزو د ليرې کولو او د نړيوال عرضې ځينځير د ثابتولو لپاره مهم رول لوبولی دی. د روان کال په لومړيو اوو مياشتو کې د چين په صادراتو او وارداتو کې 24.5 سلنه زياتوالی راغلی، چې د زياتېدو سرعت يې له لسو کلونو راهيسې بې ساری دی. برسيره پر دې، د چين او عمده اقتصادونو ترمنځ سوداګريز تګ راتګ هم  ډېر نږدې شوی دی. په دغو اوو میاشتو کې امريکا، اروپا او جاپان ته د چين د صادراتو عمومي ارزښت 22.6 سلنه زيات شوی دی. په عين وخت کې د چين او نويو اقتصادونو ترمنځ سوداګریزې همکارۍ هم مخ په ژورېدو دي. ويل کېږي چې د چين اقتصاد او نړيوال اقتصاد د يو ځای کېدو پروسه روانه ده او د نړيوال اقتصاد بیا سمسورتيا د چين هڅوونکي رول ته اړتيا لري.

د يادولو وړ ده، چې چين په ګردې نړۍ کې د انفلاسيون د مخنيوي لپاره هم خپل خدمتونه ترسره کړي دي. والسټريټ ژورنال ورځپاڼې ويلي، چې د تېر کال له جون څخه د روان کال تر مۍ مياشتې پورې، امريکا ته د چين د صادراتو بيې 2.7 سلنه لوړې شوي، خو په همدغه موده کې د امريکا په دننه کې د توکو بيې 5 سلنه لوړې شوې دي. د ګولډمن ساچس شرکت اقتصادي پوه ويلي، چې ډېرو چيني تصدیو د اومو موادو د بيو د لوړېدو ستونزو د ليرې کولو لپاره زیات کوښښونه کړي او په نورو ځایونو کې د موادو د بيو د لوړېدو د مخنیوي لپاره يې مهم رول لوبولی دی، نو چين په ګردې نړۍ کې د مصرفي توکو د بيو د لوړېدو لپاره مهمې چارې ترسره کوي.

دا يو واقعیت دی، چې د چين د اقتصاد ثابت پرمختګ د بې ثباته نړيوال اقتصاد د بیا احيا  لپاره ستر اهميت لري. برسيره پر دې، چين پخپله د ستونزو ليرې کولو تر څنګ، د ورخلاصون پر تګلارې هم ټينګار کړی او له بېلا بېلو هېوادونو سره يې د خپل پرمختګ برياليتونه شريک کړي دي. د مثال په توګه يې د چين او عربي هېوادونو نندارتون يادولی شو، په دغه نندارتون کې ۲۲۷ همکاريز تړونونه لاسليک شوي او د 22.4 ميليارډو ډالرو په ارزښت د پانګونې او سوداګرۍ پلانونه اعلان شوي دي.