چين له بريتانيا څخه وغوښتل چې د خپلو پارلماني غړو خبرې او کړنې محدودې کړي
cri2021-09-16 14:38:22
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د سپتمبر په ۱۵مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چين له بريتانيا څخه غواړي، چې د خپلو ځينو پارلماني غړو خبرې او کړنې محدودې کړي.

د مالوماتو له مخې، بريتانوي پارلمان د روانې مياشتې په ۱۴مه نېټه په پارلماني ودانۍ کې هغه فعاليت ته اجازه نه ورکړه چې ټاکل شوې وه، د چين لوی سفير پکې برخه واخلي. د بريتانيا ځينو پارلماني غړو ويلي، چې پر ځينو بريتانوي پارلماني غړو د چين بنديزونه د دغې پېښې سبب دي.

جاو لي جيان اړوندو پوښتنو ته په ځواب کې د دغې پېښې سخته غندنه وکړه، او و يې ويل، چې چين پر هغو بريتانوي پارلماني غړو بنديزونه لګولي، چې د چين پر ضد يې بې اساسه مالومات او دروغ خپاره کړي، دا نه يوازې عادلانه او مناسبه کړنه ده، بلکې د بريتانيا يو اړخيزو بنديزونو ته غبرګون هم دی.

نوموړي له بريتانوي پارلمان څخه وغوښتل، چې سمدلاسه خپله ناسمه پرېکړه لغوه او د ځينو پارلماني غړو خبرې او کړنې دې محدودې کړي او د دواړو خواوو تر منځ اړيکو د ټينګېدو لپاره دې اغېزمن تدبيرونه ونيسي. (شکريه)