د يو شمېر هېوادونو استازو د چين په کورنيو چارو کې د بهرنيو هېوادونو له لاسوهنې سره مخالفت څرګند کړ
CRI2021-09-16 12:55:49
شريکول:

 د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو شورا د ۴۸مې غونډې او د بشري حقوقو چارو د لوړې کميشنرۍ ترمنځ ډيالوګ د سپتمبر له ۱۴مې نېټې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې تر سره شو.

د وينزويلا استازي د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د بېلابېلو قومونو د ګټو لپاره د چيني حکومت د هڅو ستاينه وکړه. هغه وويل، چې د شينجيانګ، هانکانګ او شي زانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي، بهرني هېوادونه چې په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري.

د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت استازي هم له دې سره مخالفت کړی، چې ځيني هېوادونه د چين د شينجيانګ او هانکانګ په چارو کې لاسوهنه کوي. هغه وويل، چې هيڅوک بايد د بشري حقوقو په بهانه خپلې سياسي موخې تر سره نه کړي. د م.م د بشري حقوقو شورا او د بشري حقوقو چارو لوړه کميشنري بايد د هر هېواد حاکميت او خاورو بشپړتيا ته درناوی وکړي او د بېلابېلو هېوادونو په کورنيو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.  

د جنوبي سوډان استازي په هانکانګ کې د چين له هغه پاليسۍ څخه، چې په يو هېواد کې دوه نظامونه شتون لري، ملاتړ څرګند کړ. هغه په خوشحالۍ وويل، چې د هانکانګ اوسېدونکي پراخ بشري حقوق او ازادي لري.

د دې تر څنګ، لاوس، سريلانکا، د دومینيکان جمهوريت، ارمنستان، مالديو او تانزانيا استازو د چین د بشري حقوقو د برياليتوبونو ستاينه وکړه او ويې ويل، چې د شینجيانګ، هانکانګ او شي زانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي او بهرني هېوادونه بايد پکې لاسوهنې ونه کړي.