شي جين پينګ د ( بې دو ) سيستم د لويې پيمانې کارولو په اړه نړيوالې سرمشريزې غونډې ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
cri2021-09-16 14:51:04
شريکول:

د ( بې دو ) سپوږمکيو د لارښوونکي سيستم د لويې پيمانې کارولو په اړه لومړۍ نړيواله سرمشريزه غونډه د سپتمبر په ۱۶مه نېټه د چين د هوو نان ولايت د چانګ شا په ښار کې پرانستل شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دغې غونډې ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.

نوموړي په دغه پيغام کې په اشارې ويلي، چې د ډيجټلي تخنيکونو پرمختګ مخ په چټکۍ روان دی او د فضايي څېړنو او د سپوږمکيو د لارښوونې په اړه بايد بنسټيز تاسيسات جوړ او بشپړ شي . د ( بې دو درېيم ) نمبر د سپوږمکيو لارښوونکی سيستم د تېر کال په جولای کې په کار پيل کړی او اوس د نړۍ په څه باندې نيم برخه هېوادونو او سيمو کې کارول کېږي او په ټوله نړۍ کې له دغه سيستم څخه بازاري استفاده کليدي پړاو ته رسېدلې ده.

نوموړي په دغه پيغام کې پر دې ټينګار کړی، چې چين به د دغه سيستم د جوړولو، بشپړولو او شريکولو په برخه کې له اړوندو هېوادونو سره ګډې هڅې وکړي. (شکريه)