واشينګټن پوسټ د سپتمبر په لومړۍ نيټه د کرونا ويروس د رېښې موندلو په عنوان يوه تبصره خپره کړې، د کرونا ويروس د رېښې موندلو حقيقت يې پکې تحريف کړی او پر لوستونکو يې منفي اغيزې کړې دي.په امریکا کې د چين سفارت وياند د دې ورځپاڼې د اديټرکمېټې ته يو پيغام ليږلی او غوښتنه يې ور څخه کړې چې سم راپورتاژ ورکړي،خو دغې ورځپاڼې د نوموړي غوښتنه رد کړې او په دوامداره توګه يې ور ته ليکنې خپرې کړې او ويلي يې دي چې د کرونا ويروس د چين له لابوراتوارڅخه انسانانو ته خپور شوی دی. په امريکا کې د چين سفارت دې ته په اشارې سره ويلي چې د واشينګټن پوست له يادې کړنې څخه ښکاري چې دوی ساينس او حقيقتونو، د مطبوعاتو او بيان ازادۍ ته درناوی نه لري او عادلانه اواز نه پورته کوي. (غاټول)