د چین او شانګهای همکارۍ سازمان ترمنځ د راپورونو د تبادلې سيستم پرانيستل شو
cri2021-09-16 16:46:27
شريکول:

د چین او شانګهای همکارۍ سازمان ترمنځ د راپورونو د تبادلې سيستم پرانيستل شو

د چين او شانګهای همکارۍ سازمان ترمنځ د راپورونو د تبادلې سيستم، چې د چين مېډيا ګروپ د سي جي ټي اېن لخوا جوړ شوی، د سپتمبر په ۱۶ مه نېټه رسماً فعالیت پيل کړ.

د چين مېډيا ګروپ رئيس شن های شيونګ، د شانګهای همکارۍ سازمان سرمنشي او په دغه سازمان کې د روسيې، قزاقستان، قرغېزستان، ازبکستان، پاکستان او هند په ګډون د غړو هېوادونو د خبري رسنيو مسئولينو د دغه سيستم په پرانيستغونډې کې ګډون کړی و.

ښاغلي شن های شيونګ دغو مراسمو ته په وينا کې وويل، د چين دولت رئیس شي جين پینګ ويلي، چې تمدن يو تر بل برتري نه لري، خو خپلې ځانګړتياوې لري او انسانان دې له ټولو تمدنونو څخه زده کړې او خپلمنځي دوستۍ تقويه کړي او د شانګهای همکارۍ سازمان د راتلونکي پرمختګ لپاره دې زمينه برابره کړي. ښاغلي شن زياته کړه، چې د چين مېډيا ګروپ د شانګهای همکارۍ سازمان د جوړېدو د ۲۰ مې کليزې په درشل کې ياد سيستم فعال کړ، څو د دې سازمان د بېلابېلو هېوادونو تمدنونه ګډ پرمختګ ومومي.