په بهرنيو هېوادونو کې د امريکا جنايتونه به پټ پاتې نه شي
CRI2021-09-16 13:08:23
شريکول:

د معلوماتو له مخې، امريکا په دې وروستيو کلونو کې په سوريه، عراق، افغانستان او ځينو نورو هېوادونو کې له ۹۰زرو څخه زیات هوايي بريدونه تر سره کړي، چې له امله يې کابو ۴۸ زره عام وګړي وژل شوي دي. په دې اړه د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې امريکا د جعلي استخباراتو په بهانه جګړې جوړې کړي او بشري حقوقو ته يې سخت زيانونه رسولي دي. له ۲۰۰۱ کال راهيسې د امريکا د بې قانوني جګړو او پوځي عملياتو په اثر له ۸۰۰ زرو څخه زيات کسان وژل شوي او لسګونه ميليونه خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبور شوي دي. او امريکا د ترهګرۍ ضد په بهانه په لويه اندازه عام خلک وژلي دي. د معلوماتو له مخې، له ۲۰۰۱ کال راهيسې د امريکا په جګړو کې شاوخوا ۳۳۵ زره عام خلک وژل شوي دي. او د دغه هېواد يواړخیز بنديزونه د اړوندو هېوادونو د خلکو بشري حقوق ګواښي او ستونزې يې جوړې کړې دي.

نوموړي وويل، چې په بهرنيو هېوادونو کې د امريکا جنايتونه به پټ پاتې نه شي او ټولې نړۍ ته به څرګند شي.