شي جين پينګ به د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي
cri2021-09-16 14:21:49
شريکول:

  د چين دولت رئيس شي جين پينګ به د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان په بلنه د سپتمبر په ۱۷مه نېټه له بېجینګ څخه د ويډيو له لارې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا په ۲۱مې غونډې، او د افغانستان مسئلې په اړه د شانګهای همکارۍ سازمان او د ډله ييز امنيت تړون سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په ګډې غونډې کې ګډون وکړي.