ډېرو اسيايي هېوادونو د کرونا وبا ريښې موندلو ته د سياسي رنګ له ورکولو سره مخالفت ښودلی
cri2021-09-16 16:09:46
شريکول:

ډېرو اسيايي هېوادونو ويلي، چې د کرونا وبا ريښې موندلو ته بايد سياسي رنګ ور نه کړل شي.

د سريلانکا د بهرنيو چارو وزارت تېره اوونۍ په يوې بيانيې کې ويلي، چې د ساينس او علمي اصولو پر بنسټ بايد د کرونا وبا د ريښې پلټنه و شي.

پاکستان، بنګلاديش، کمبوډيا او لاوس هم ورته بيانيې خپرې کړې دي.

د کمبوډيا د خلکو ګوند د بهرنيو اړيکو کميټې مرستيال رئيس په دې وروستيو کې ويلي، چې ځينو هېوادونو د کرونا وبا د ريښې موندلو په اړه بې اساسه راپورونه جوړ کړي او موخه يې دا ده، چې خپلې ناکامۍ پټې کړي او مسئوليت د نورو هېوادونو پر غاړه واچوي. (شکريه)