د قزاقستان ولسمشر د ډله ييز امنيت تړون د سازمان(CSTO)او افغانستان تر منځ د تجارتي او ترافيکي اړيکو له بيا پيل ملاتړ وکړ
cri2021-09-17 14:14:09
شريکول:

د قزاقستان ولسمشرۍ دفتر خبر ورکړی، چې د دې هېواد ولسمشر قاسيم جومارت توقايف د سپتمبر په ۱۶مه نېټه د تاجکستان په پلازمينې دوشنبې کې د ډله ييز امنيت تړون سازمان(CSTO)په سرمشريزه غونډه کې وويل، چې د افغانستان د اقتصادي او ټولنيزو حالاتو سره سم، په دغه هېواد کې د بشري بحران د رامنځته کېدو ګواښ رامنځته شوی او د CSTO غړي هېوادونه بايد له افغانستان سره تجارتي او ټرانسپورټي اړيکې بيا پيل کړي.

نوموړي د دې سازمان له غړو هېوادونو څخه وغوښتل، چې د افغانستان د نوي قدرت چارې او کړنې وڅاري، څو له دغه هېواد سره د اړيکو ساتلو دايمي تګلارې جوړې شي. (شکريه)