د شن جو ۱۲مې فضايي بيړۍ لومړۍ انسان وړونکې دنده بشپړه شوه
cri2021-09-17 15:37:49
شريکول:

د چين د فضايي چارو ادارې خبر ورکړی، چې د شن جو ۱۲مې انسان وړونکې فضايي بيړۍ دستګاه د بېجينګ په وخت د ۲۰۲۱م کال د سپتمبر د ۱۷مې نېټې د ماسپيښين په يوې بجې او ۳۴ دقيقو په دو فنګ اډې کې ښکته شوه او په دې سره د دغې بيړۍ لومړۍ انسان وړونکې دنده بشپړه شوه.

د شن جو ۱۲مه انسان وړونکې فضايي بيړۍ د جون په ۱۷مه نېټه فضا ته توغول شوې وه او د دې بيړۍ ۳ فضانوردانو په فضا کې د ساينس او تخنيکونو په اړه ۳ مياشتنې څېړنې تر سره کړې دي.(شکريه)