د چين او د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ترمنځ ژورې او اغېزناکې همکارۍ
cri2021-09-17 14:56:40
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د سپتمبر په ۱۵مه نېټه له ۴ ګاونډيو هېوادونو څخه ليدنې پای ته ورسولې او ويتنام، کمبوډيا او سينګاپور ته د نوموړي تګ د نړيوالو ډېره پاملرنه راجلب کړې ده.

ځينو لوېديځو خبري رسنيو ويلي، چې امريکا په وروستيو کلونو کې اسيا او ارام سمندر سيمې ته پاملرنه ډېره کړې او د چين د پرمختګ د مخنيوي په اړه يې نیت څرګند دی. د امريکا د دفاع وزير لويډ اسټين او مرستيالې ولسمشرې کماله هېرس يوه موده مخکې د سينګاپور او ويتنام په شمول د جنوب ختيځې اسيا له ځينو هېوادونو څخه ليدنې وکړې او په ترڅ کې يې څو ځلې د چين تش په نوم ګواښونه او نظرونه راپارول. لوېديځو خبري رسنيو ويلي، چې د وانګ يي د دغه سفر موخه دا ده، چې له امريکا سره په دې سيمه کې سياسي ستراتيژيکه سيالي وکړي، خو دا له حقيقتونو لرې خبر دی او له واقعيت سره سمون نه لري.

سږ کال د چين او اسيان د ډيالوګ اړيکو د ټينګېدو له ۳۰مې کاليزې سره برابر دی. د وانګ يي د دغه سفر له کبله، د چين او يادو هېوادونو ترمنځ متقابل سياسي اعتماد نور هم ژور شوی، د کرونا وبا ضد مبارزې او اقتصادي سوداګرۍ په برخو کې يې همکارۍ نورې هم پياوړې شوې دي. چين د کرونا وبا د پېښېدو په درشل کې، د جنوب ختيځې اسيا له هېوادونو سره تل مرستې کړي او د دغې وبا ضد ګډه مبارزه يې کړې ده. چين تر اوسه د اسيان غړو هېوادونو ته څه دپاسه سل ميليونه د کرونا ضد واکسينونه برابر کړي دي. وانګ يي د دغه سفر په ترڅ کې بيا ژمنه وکړه، چې له ويتنام سره به ۳ ميليونه واکسين مرسته وکړي او د کرونا ډيلټه ويروس د وقايې او کنټرول تجربې به ورسره شريکې کړي. د کمبوډيا لومړي وزير هون سين څو ورځې مخکې ويلي، چې د چين په مرسته د کمبوډ‌يا خلک له دغې وبا څخه ساتل شوي دي.

که څه هم کرونا وبا پر نړيوال اقتصاد ډېرې بدې اغېزې کړي، خو د چين او د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکارۍ له حياتي ځواک څخه ډکې دي. د سږ کال په تېرو اتو مياشتو کې د چين او اسيان ترمنځ د سوداګرۍ عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په نسبت 22.8 سلنه زياتوالی ښيي. اسيان لا هم د چين لومړی لوی همکار دی. د چين او اسيان په ۱۸م نندارتون کې چې تازه پای ته رسېدلی، ۱۷۹ همکاريز تړونونه لاسليک شوي او څه دپاسه 43 ميليارډه ډالره پانګونه پکې اعلان شوې ده، چې دغه شمېر د تېر پړاو نندارتون په پرتله 13.7 سلنه زياتوالی ښيي. له دې څخه ښکاري، چې چين او اسيان د توليد او عرضې په ځينځيرونو کې يو د بل کمښت پوره کولی او اغېزمنې همکارۍ کولی شي.

د وانګ يي په دغه سفر کې چين او يادو هېوادونو د يو کمربند او يوې لارې وړانديز او د سيمې هېوادونو د هراړخيزو اقتصادي همکاريزو اړيکو تړون د ژر نافذېدو په اړه موافقه کړې او دا به د سيمې او ګردې نړۍ اقتصادي پرمختګ په خوځښت راولي.

چين د جنوبي سمندر مسئلې په هکله په ډاګه ويلي، چې غواړي د اسيان له غړو هېوادونو سره د جنوبي سمندر د عملي اصولو په اړه خبرې اترې چټکې کړي او هيله يې ښودلې، چې کمبوډيا په راتلونکي کال کې د اسيان د نوبتي رئيسه هېواد دنده پر غاړه د اخيستلو په موده له نورو غړو هېوادونو سره د جنوبي سمندر د عملي اصولو خبرې اترې بشپړې کړي. د چين دغه څرګندونې د اړوندو هېوادونو فعال غبرګون تر لاسه کړی او ترې ښکاري، چې چين او د اسيان غړي هېوادونه د دغه کار د ښه ترسره کولو لپاره نيت او توان لري. ويلی شو، چې د چين او د اسيان غړو هېوادونو ترمنځ اغېزمنې همکارۍ به د سيمې او نړۍ سمسورتيا ته زيات حياتي ځواک برابر کړي او د نورو لمسوونکې کړنې به شنډې کړي.