شي جين پينګ: د افغانستان سرنوشت بايد د دغه هېواد د بېلابېلو قومونو خلکو لخوا وټاکل شي
cri2021-09-17 20:16:35
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۷ مه نېټه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د شانګهای همکارۍ سازمان او د ډله ييز امنيت تړون سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په هغه غونډه کې ګډون او وينا وکړه، چې د افغانستان پر موضوع څرخېده.

شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، چې د هر يوه هېواد چارې بايد د همدې هېواد د خلکو لخوا وټاکل شي او نړيوالې چارې بايد د بېلابېلو هېوادونو په ګډې مشورې ترسره شي. نړيوال بايد د افغانستان ملي حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی وکړي او د افغانانو تر مشرۍ او حاکميت لاندې د افغانستان د سولې او روغې جوړې بهير پر اصل دې ټينګار او عمل يې کړي، څو د افغانستان د بېلابېلو قومونو خلک د خپل هېواد سرنوشت پخپله خوښه وټاکي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې د شانګهای همکارۍ سازمان او د ډله ييز امنيت تړون سازمان غړي هېوادونه د افغانستان ګاونډيان دي او په يوه داسې ټولنه کې ګډ ژوند کوي، چې سرنوشت او امنيت یې يو له بل سره تړلی دی. دغه هېوادونه بايد په مهمو او خاصو شېبو کې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره چې تر سرو زرو هم ګران دی، ګډې هڅې وکړي.

شي جين پينګ د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره درې فقره ييز وړانديز وکړ.

لومړی: بېلابېل هېوادونه باید د افغانستان د وضعيت د ثابت ساتلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي، د دغه هېواد له بېلابېلو خواوو څخه دې ملاتړ وکړي، چې د خبرو او مشورو له لارې د ټولشموله سياسي چوکاټ په اړه موافقې ته ورسيږي. دغه راز د دغه هېواد له اړوندو خواوو څخه دې غوښتنه وکړي، چې په دې هېواد کې له ترهګرو ډلو سره ټينګه مبارزه وکړي، څو دغې ډلې له ريښې له منځه يوسي.

دوهم: بېلابېل هېوادونه دې له افغانستان سره تماس ونیسي او ورسره دې خبرې او همکارۍ وکړي، څو دغه هېواد لاپرانيستي او لاټولشموله سياسي چوکاټ جوړ کړي، نرمې داخلي او بهرنۍ تګلارې غوره کړي او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو په تېره بیا ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې وساتي.

درېیم: بېلابېل هېوادونه  باید له افغانانو سره د ستونزو د هواري مرسته وکړي. له دوی سره باید بشري او د کرونا وبا ضد د مبارزې مرستې وکړي. چین به ژر افغانستان ته يوه جوپه مرستندویه توکي وليږي او تر وسې پورې به لازياتې مرستې هم وکړي. هغه هېواد چې د افغانستان د اوسنيو ستونزو سبب شوی، باید له تاريخ څخه درس واخلي او د افغانستان د راتلونکي پرمختګ لپاره باید خپل مسئوليت پر غاړه واخلي.