د چين سوداګرۍ وزارت خبر ورکړ چې د سوداګرۍ وزیر وانګ ون تاو د سپتمبر په ۱۶مه نېټه، د ارام سمندر سيمې د همکاريزو اړيکو د هراړخيز او پرمختللي تړونCPTPP ساتونکې خوا ته، يعنې د نیوزیلنډ د سوداګرۍ او صادراتو وزیر دامین اوکونر ته په ياد تړون کې د چين د ګډون لپاره رسمي غوښتنليک وسپاره. دواړو وزیرانو په ياد تړون کې د چین د رسمي غوښتنلیک پورې اړوند تعقیبي چارو په اړه د خبرو اترو لپاره تلیفوني خبرې هم وکړې.