وانګ يي د افغانستان مسئلې په اړه د چين، روسيې، پاکستان او ايران په غيررسمي غونډه کې ګډون وکړ
cri2021-09-17 14:08:52
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په ۱۶مه نېټه د تاجکستان په پلازمينې دوشنبې کې د روسيې له خارجه وزير سيرګي لاوروف، د پاکستان له خارجه وزير او د ايران د خارجه وزير له سلاکار سره د افغانستان مسئلې په اړه غيررسمي غونډه کې ګډون وکړ.

نوموړي په دې غونډه کې وويل، چې څلور هېوادونه د افغانستان د ګاونډيو او د سيمې د اغېزناکو هېوادونو په حيث بايد يو له بل سره نظر تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي او د افغانستان د بيا ابادۍ لپاره دې رغنده رول ولوبوي.

نوموړي په دې اړه ۵ وړانديزونه وکړل : څلورواړه هېوادونه دې د ژمنې پوره کولو په غرض د امريکا اړوند تدبيرونه وڅاري، له افغانستان سره دې ګټور تماسونه ونيسي، نورو هېوادونو ته دې د افغانستان د امنيت ضد خطرونو د خپرېدو مخنيوی وکړي، له افغانستان سره د ګډې مرستې په چارو کې دې همکارۍ وهڅوي او په سيمه ييزو همکاريو کې د افغانستان د بيا ګډون لپاره دې مرسته وکړي.

نوموړي وويل، سيمه ييز هېوادونه غواړي، چې د افغانستان نوی حکومت بايد ټولشموله وي، د ترهګرۍ مخنيوی بايد وکړي او له ګاونډيو هېوادونو سره بايد ښې اړيکې ټينګې کړي. چين به د افغانستان د ګډوډۍ د مخنيوي، په دې هېواد کې د ثبات د ساتنې، تروريزم د له منځه وړلو او د سيمې د دايمي سولې د ساتنې لپاره ارزښتناک رول ولوبوي. (شکريه)