وانګ يي د افغانستان مسئلې په هکله د چين، روسیې، پاکستان او ايران ترمنځ په غير رسمي غونډه کې ګډون وکړ
cri2021-09-17 20:37:50
شريکول:

د چین د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په دوشنبې ښار کې د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سيرګي لاوروف، د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشی، د ايران د بهرنيو چارو له مرستیال وزير مساوي سره د افغانستان مسئلې په هکله د چين، روسيې، پاکستان او ايران ترمنځ  غير رسمي غونډه تر سره کړه.

وانګ يی وويل، چې د شانګهای همکارۍ سازمان په تړاو د غونډې د جوړېدو پر مهال د افغانستان د مهمو ګاونډيو هېوادونو او په سيمه کې د اغېزناکو هېوادونو په توګه د يادو څلورو هېوادونو لپاره دا لازمه ده، چې يو له بل سره دې د نظريو تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي او د افغانستان  په وضعيت کې دې د ثبات د رامنځته کولو لپاره خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دې ته اشاره وکړه، چې اوس افغان وضعيت په کليدي پړاو کې دی. که څه هم په دغه هېواد کې جګړه ختمه شوې، خو د افغانستان مسئله لاهم نه ده حل شوې.  د قدرت سياست، پوځي مداخله او لويديځه ديموکراسي  د افغانستان د اوسني وضعيت د رامنځته کېدو سبب شوې ده. ده زیاته کړه، چې د امريکا او د ملګرو هېوادونو ځواکونه په ګړندي ډول له افغانستان څخه وتلي چې له امله يې په دغه هېواد کې نوې ستونزې او ننګونې رامنځته شوې دي. وانګ یي زیاته کړه، چې په افغانستان کې نوی سياسي جوړښت لاهم نه دی جوړ شوی او د قومي او ديني ډلو ترمنځ تضادونه پېچلی دي. سربېره پردې د خلکو د ژوند په شمول ځينو برخو کې ډېرې ستونزې د پاملرنې وړ دي، نو د افغانستان په راتلونکي پرمختګ کې ډېر نامعلوم عوامل شتون لري.

هغه په راتلونکي پړاو کې د يادو څلورو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ په هکله پنځه فقره ييز وړاندیز وکړ. لومړی، پر امريکا غږ کوي چې د افغانستان د بيارغونې په برخه کې خپل مسؤليت پر غاړه واخلي او د اقتصاد، د خلکو د ژوند او د بشردوستۍ په برخه کې له دغه هېواد سره مرستې وکړي.  دوهم، د افغانستان د سرپرست له حکومت سره تماس دې ونيسي او هغوی ته  دې لازمه لارښوونه وکړي. درېیم، نورو هېوادونو ته د امنيتي ننګونو د خپرېدو مخنيوی دې وکړي.څلورم، بايد له افغانستان سره د مرستو لپاره يو موټی شي. پنځم، په سيمه ييزې همکارۍ کې دې د افغانستان د شاملېدو لپاره هڅې وکړي.

وانګ يي زیاته کړه، چې سيمه يیز هېوادونه د افغانستان له نوي ريژیم څخه درې هيلې لري يعنې ټولشموله حکومت جوړ شي، له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او له ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې وساتي. چين غواړي چې د روسيې، پاکستان او ايران په شمول له سيمه ييزو هېوادونو سره همغږي پياوړې کړي او په افغانستان کې د ثبات د ساتلو، د ترهګرو د مخنيوي، د دغه هېواد د بيا رغونې د پرمخ بیولو او د دې سيمې د دايمي سولې د رامنځته کېدو لپاره رغنده رول ولوبوي.

ګډونوالو وويل چې د افغانستان د مسئلې حل وفصل ډله ييز پوهې او هڅو ته اړتيا لري. د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو په توګه د دغې مسألې په هکله د چين، روسيې، پاکستان او ايران ترمنځ د نظريو تبادلې ډېرې مهمې او ګټورې دي.څلورو خواوو څرګنده کړه چې د افغانستان له وضعيت سره سم به څلور اړخيزې همغږۍ ته ادامه ور کړي.