شي جين پينګ: د هر هيواد خلک بايد خپل سرنوېشت په خپله وټاکي
cri2021-09-17 16:28:36
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۷ مه نېټه د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا په ۲۱ مه غونډه کې ګډون او وينا وکړه.

نوموړي په خپله وينا کې وويل، چې د هر هيواد خلک بايد پر خپل ملي نظام ټينګ باور ولري، د چا ګوتڅنډنو ته دې نه تسليميږي او له نورو هېوادونو څخه دې هم ټينګ ملاتړ وکړي، چې له خپل رښتيني وضعيت سره سم، مناسبه لاره انتخاب کړي. څوک دې چا ته اجازه نه ورکوي، چې په کورنيو چارو کې يې مداخله وکړي او د هر هيواد خلک بايد خپل سرنويشت په خپله وټاکي او دفاع دې ترې وکړي.