شي جين پينګ: د شانګهای همکارۍ سازمان د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره دې زياتې هڅې وشي
cri2021-09-17 16:29:03
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۷مه نېټه د شانګهای همکارۍ سامان د مشرانو شورا په ۲۱مه غونډه کې ګډون او وينا وکړه. 

نوموړي وويل، چې شانګهای همکارۍ سازمان نن د نوي پيل پر محور ولاړ دی او اړوند هېوادونه دې پر خپلمنځي يووالي او همکارۍ، ورخلاصون، متقابلو زده کړو او عدالت ټينګار وکړي او د دغه سازمان د ګډ برخليک ټولنه دې جوړه او د نړیوالې تلپاتې سولې او سمسورتيا لپاره دې زيات خدمتونه وکړي.