د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه بايد د متقابلو پرمختیايي او سمسورو هيلو د پوره کولو لپاره ګډې هڅې وکړي
cri2021-09-17 17:54:25
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۷مه نېټه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا په ۲۱مه غونډه کې ګډون او يوه مهمه وينا وکړه.

هغه په خبلو خبرو کې پردې ټينګار وکړ چې د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه اوس د پرمختګ په کليدي پړاو کې دي، نو بايد د ګاونډيو هېوادونو له غوره والي څخه په استفادې پر همکارۍ او ورخلاصون ټينګار وکړي او د متقابلو پرمختیایي او سمسورو هيلو د پوره کولو لپاره دې هلې ځلې وکړي.(غاټول)