د پاکستان د دهليز چارو ادارې مشر: د چين او پاکستان اقتصادي دهليز د پاکستان په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لوبوي
CRI2021-09-17 11:37:11
شريکول:

د پاکستان د دهليز چارو ادارې مشر خالد مصور په دې وروستيو کې د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره مرکه کې وويل، چې د چين او پاکستان اقتصادي دهليز د پاکستان د اقتصادي پرمختګ لپاره ډېره مهمه پروژه ده او دواړو هېوادونو ته ګټې رسولی شي.

خالد منصور وويل، چې اوس دغه پروژه دوهمې مرحلې ته داخله شوې او هېواد يې پلان لري، چې د کرنې، نساجۍ، درملو او معلوماتي تکنالوژۍ په برخو کې به زياتو چيني شرکتونو ته بلنې ورکړي، چې د دغه هېواد په ځانګړي اقتصادي سيمې کې خپل دفترونه او نمايندهګۍ جوړې کړي.

نوموړي د افغانستان د بيارغونې د فرصت په اړه وويل، چې د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد ښايي افغانستان ته ګټور فرصتونه ورسوي.