د روان کال په لومړيو ۸ مياشتو کې په بهر کې د چين پانګونې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳ اعشاريه ۷ سلنه زياتوالی ښيي
cri2021-09-17 11:09:12
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزارت د سپتمبر په ۱۶مه نېټه د روان کال له جنورۍ څخه تر اګست پورې په بهرنيو هېوادونو کې د چين د پانګونې اندازه خپره کړه. له شمېرنې سره سم، د روان کال په لومړيو ۸ مياشتو کې په بهر کې د چين د غير پولي مستقيمې پانګونې اندازه ۷۱ مليارډو او ۲۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳ اعشاريه ۷ سلنه زياته شوې او د نويو لاسليک شويو قراردادونو ارزښت يې له ۱۳۸ ميليارډو ډالرو څخه اوښتی چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲ اعشاريه ۹ سلنه زياتوالی ښيي.

بر سېره پر دې، د چين او د یو کمربند او یوې لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو ترمنځ د پانګونې په همکارۍ کې هم پرمختګ شوی دی. د روان کال له جنورۍ څخه تر اګست پورې، په نوموړو هېوادونو کې د چین غیر پولي مستقیمې پانګې ۱۲ ملیارډه او ۸۹۰ ميليونو امریکایي ډالرو ته رسېدلي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۹ اعشاريه ۲ سلنه زياتوالی ښيي.