د شينجيانګ د اويغور کورواکۍ سيمې چارواکو د سپتمبر په ۱۷مه نېټه په بېجينګ کې يوه خبري ناسته تر سره کړه.
د دغې سيمې حکومتي وياند وويل چې د شينجيانګ مسئله قومي، مذهبي او بشري مسئله نه ده بلکې د بېلتون غوښتونکو، ترهګرو او تندلارو پر وړاندې له مبارزې سره تړاو لري. د شينجيانګ ځايي حکومت له قانون سره سم د ترهګرۍ او تندلارۍ د له منځه وړلو لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي او د زورزياتۍ پېښو مخنيوی يې کړی او د بېلا بېلو قومي خلکو ژوند يې تامين کړی چې دغه کړنه د نړيوالې ټولنې له خوا هم ستايل شوې ده. خو د ځينو هېوادونو سياستوالو او د چين ضد ځواکونو په شينجينګ کې د بشري حقونو د چارو پر پرمختګ سترګې پټې کړي دي او دوی له دغې سيمې څخه ليدنه نه ده کړې او د يادې سيمې په باب رښتينی معلومات نه لري. دوی غواړي چې د بشري حقونو په پلمه د شينجيانګ ثبات ته زيانونه ورسوي او د دغې سيمې د پرمختګ مخنيوی وکړي، خو بريالی نه شي.(غاټول)