د چین دولت رئیس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۷ مه نېټه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا په ۲۱ مه غونډه کې ګډون او وينا وکړه.
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، چې شانګهای همکارۍ سازمان په تېرو شلو کلونو کې ډېر پرمختګونه کړي، د دې سازمان د بېلا بېلو غړو هېوادونو ترمنځ متقابلو ګټورو همکاريو کې هم ډېرې لاسته راوړنې لري، د متقابل اعتماد، ګډو ګټو، مساوات، مشورو او درناوي پر اصولو يې ټينګار کړی، د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره او همدارنګه د نويو نړيوالو اړيکو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره يې هم ډېر کارونه کړي دي.