د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۷مه نېټه د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا په ۲۱مه ويډيويي غونډه کې ګډون او يوه مهمه وينا وکړه.
هغه په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې کوم هېواد د نړيوالو مسئلو د حل وفصل په ترڅ کې د بادارۍ تګلاره نه شي غوره کولی. بېلا بېل هېوادونه بايد د م م د منشور موخې او اصول مراعات کړي او د ګډو مشورو، د چارو د ګډې ابادۍ او د معلوماتو د شريکولو پر اصولو دې ټينګار وکړي، څو اړخیزم دې پلی کړي او د هغو کړنو مخه دې ونيسي او مخالفت دې ور سره وکړي چې نړيوال نظام ته زيانونه رسوي .د دې ترڅنګ د ګډو ګټو پربنسټ دې د ګډو برياليتوبونو لپاره همکاريزه مفکوره غوره کړي.(غاټول)