چین د خلکو په مرکزيت د پرمختګ حق غوښتنه وکړه
cri2021-09-17 14:47:13
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي سفیر چن شيو د سپتمبر په ۱۶مه نېټه د بشري حقونو شورا په ۴۸مه غونډه کې له ۵۰ څخه د زیاتو هېوادونو په استازیتوب د خلکو په مرکزيت د پرمختګ حق غوښتنه وکړه.

چن شيو وویل چې موږ باید پراختیا ته لومړیتوب او بېوزلۍ کمولو ته دوام ورکړو، د نابرابرۍ د له منځه وړلو لپاره بايد هلې ځلې وکړو او د خلکو د ژوند معیشت بايد خوندي وساتو ترڅو ټول خلک په مساوي ډول پرمختګ وکړي. موږ باید ټولو هېوادونو ته درناوی وکړو چې د پرمختګ خپلې لارې غوره کړي ترڅو د مساواتو او متقابلو ګټو پر بنسټ د همکارۍ له لارې ګډې سوکالۍ ته ورسیږو. موږ باید پر ورخلاصون او ټولشموله پاليسۍ ټينګار وکړو، د نړیوالې پراختیا لپاره بايد خپلمنځي همکارۍ پیاوړې کړو او د پراختيا تشې دې له منځه یوسو ترڅو ګډ پرمختګ ومومو.