د چين استازي پر بشري حقوقو د ځينو لوېديځو هېوادونو د يو اړخيزو اجباري اقداماتو ناوړه اغېزې په ګوته کړې
cri2021-09-17 11:23:13
شريکول:

د ملګرو ملتونو بشري حقوقو شورا د سپتمبر په ۱۶مه نېټه د يو اړخيزو اجباري چارو په اړه سيمينار تر سره کړ. د چين استازي په دغه سيمنار کې پر بشري حقوقو د امريکا په ګډون د ځينو لوېديځو هېوادونو د يو اړخيزو اجباري اقداماتو ناوړه اغېزې په ګوته کړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې په اشارې وويل، چې د امريکا په ګډون لوېديځو هېوادونو پر چين بې اساسه تورونه لګولي، د چين د پرمختګ د مخنيوي او د شينجيانګ د ثبات د سبوتاژ او خرابولو په موخه يې بې دريغه ډېر دروغ ويلي او د شينجيانګ پر اړوندو ارګانونو، شرکتونو او شخصيتونو يې يو اړخيز اجباري تدبيرونه نيولي دي. دوی په خپلو کړنو د شينجيانګ د اړوندو شرکتونو قانوني ګټې زيانمنې کړي او د شينجيانګيانو د پرمختګ او کار په ګډون اصلي بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي. چين د دغو هېوادونو له يادو کړنو سره ټينګ مخالفت کوي.
نوموړي وويل، نړيواله ټولنه بايد له زورواکۍ غوښتنې او سياست، د نورو هېوادونو په بهرنيو چارو کې له بهرنيو لاسوهنو او پر نورو هېوادونو د خپل نظام له تپلو سره مخالفت او د هر يو هېواد حقونو ته درناوی وکړي او د نړيوال نظام او ادارې د لا عادلانه کېدو لپاره بايد ګډې هڅې وکړي. (شکريه)