سږ کال به د دوبۍ نړيوال نندراتون پرانيستل شي
cri2021-09-17 15:34:46
شريکول:

د چين سوداګرۍ ټولنې استازو د سپتمبر په ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې يوه خبري ناسته تر سره کړه او د دوبۍ په نړيوال نندارتون کې د چين د ګډون په اړه يې مالومات ورکړل. د ۲۰۲۰م کال د دوبۍ نړيوال نندارتون د چين د نندارځي استازي او د يادې ټولنې مرستيال مشر جانګ شن فنګ په دې خبري ناسته کې وويل، چې ټاکل شوې وه، چې ياد نندارتون د ۲۰۲۰م کال د اکتوبر له ۲۰مې نېټې څخه د ۲۰۲۱م کال د اپرېل تر ۱۰مې نېټې پورې تر سره شي، خو د کرونا وبا د خپرېدو له امله دغه موده د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۲م کال د مارچ تر ۳۱مې نېټې پورې وځنډول شوه.

جانګ شن فنګ وويل، د چين نندارځي بېلا بېلې مقدماتي چارې چمتو شوي او د اکتوبر په لومړۍ نېټه به يې د پرانيستلو مراسم تر سره شي، ( د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړونه - نوښتونه او فرصتونه ) د چين د دې نندارځي عمده موضوعګانې دي.