شي جين پينګ: چين به له اړمنو هېوادونو سره د توان لوړولو مرسته وکړي
cri2021-09-17 16:28:08
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۷ مه نېټه د شانګهای همکارۍ سازمان د مشرانو شورا په ۲۱ مه غونډه کې ګ‌ډون او وينا وکړه. هغه وويل، چې چين به په راتلونکو دريو کلونو کې د دغه سازمان له اړوندو هېوادونو سره د زرو مسلکي کسانو د روزلو او د ۱۰ روزنيزو مرکزونو د جوړولو مرسته وکړي، د ورېښمو لارې د لويې کورنۍ پروګرام په چوکاټ کې به د روغتيا، د بېوزلۍ له منځه وړلو، کلتور او ښوونې په برخو کې د همکارۍ ۳۰ پروژې پيل کړي، څو اړمن هېوادونه وکولی شي، چې د خپل پرمختګ توان لوړ او د خپلو خلکو ژوند ښه کړي.