د ايران ولسمشر او د پاکستان صدراعظم د افغانستان د وضيعت په اړه خبرې وکړې
cri2021-09-17 11:18:51
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران ولسمشرۍ دفتر د سپتمبر په ۱۶مه نېټه خبر ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر ابراهيم رئيسي په همدې ورځ د تاجکستان په پلازمينې دوشنبې کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د خپلمنځي اړيکو او د افغانستان د وضيعت په اړه خبرې کړې.

رئيسي په خپلو خبرو کې ويلي، چې د يو ټولشموله افغان حکومت جوړونه او د افغانستان په کورنيو چارو کې د بهرنيو لاسوهنو مخنيوی د اوسنۍ مسئلې د حل و فصل کليدي ټکي دي، له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتنې د دغه هېواد او سيمې د سولې د رامنځته کېدو لپاره تاريخي فرصت برابر کړی دی.

عمران خان ويلي، چې باثباته افغانستان به د سيمې او نړۍ ټولو هېوادونو ته ګټې ورسوي، ايران او پاکستان بايد د دغه هېواد د ابادۍ او په دې هېواد کې د يو ټولشموله حکومت د جوړونې لپاره خپلمنځي همکارۍ ژورې او پراخې کړي. (شکريه)