شي جین پينګ: چين به د کرونا وبا پر وړاندې په روانې مبارزې کې د انسانانو د پوره بريالیتوب لپاره خدمتونه وکړي
cri2021-09-17 18:04:41
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۷مه نېټه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا په ۲۱مه ويډيويي غونډه کې ګډون او يوه مهمه وينا وکړه.

هغه په خپلو خبرو کې وويل چې چين تر اوسه پورې څه باندې سلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ته يو ميليارډ او دوه سوه مليونه دوزه د کرونا ضد واکسينونه برابر کړي چې دغه شمېر د نړۍ د نورو هېوادونو مرسته شوویو واکسينونو څخه ډېر زيات دی. چين به نورو هېوادونو ته د دوو ميليارډو واکسينونو د برابرولو لپاره هلې ځلې وکړي او د کرونا وبا پر وړاندې په روانې مبارزې کې به له پرمختیايي هېوادونو سره همکارۍ وکړي او دغه راز د روغتيا نړيوال سازمان په کواکس پلان کې شاملو هېوادونو ته به سل مليونه امریکايي ډالره  بسپنه ورکړي او په دغې مبارزې کې به د انسانانو له خوا د پوره برياليتوب د تر لاسه کولو لپاره خدمتونه وکړي.(غاټول)