د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د ۴۸مې غونډې په ناستو کې د چين د استازي څرګندونې
cri2021-09-18 12:27:55
شريکول:

د سپتمبر په اوولسمه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۴۸مې غونډې په چوکاټ کې په شخړو کې او له شخړو وروسته د ښځو او ماشومانو د بشري حقونو مسئلو په اړه تر سره شوه. په ژنيو کې د م.م په دفتر کې د چين د دايمي پلاوي وزير مختار جيانګ دوان په دغه ناسته کې د چين دريځ بيان کړ.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، چې د امريکا، بريتانيا او استراليا په شمول ځېنو لويديځو هېوادونو د ديموکراسۍ او بشري حقونو په پلمه په افغانستان کې جګړه راپارولې، چې له امله يې د بې ګناه عامو خلکو مرګ ژوبله رامنځته شوې او ګڼ شمېر افغانان له خپلو کورونو څخه جلا شوي، په تير بيا پر ښځو او انجونو يې سختې منفي اغېزې شوي دي. چين دغې مسئلې ته ډېره پاملرنه کوي او غوښتنه کوي، چې د م.م د بشري حقونو ځانګړي دفتر او اړوندې خواوې بايد پر ښځو او انجونو د غېر نظامي تيري مسئلې ته پاملرنه وکړي.

د م.م د بشري حقونو شورا ۴۸مه غونډه په همدې ورځ د عصري ټولنې د مرييتوب چارو په اړه د راپور ورکوونکو ناسته تر سره کړه. جيانګ دوان په دغه ناسته کې د ځينو هېوادونو په استازيتوب يوه وينا وکړه او په امريکا کې د وګړو قاچاق او اجباري کار مسئلو ته يې پاملرنه څرګنده کړه.