شي جين پينګ د نړیوالو دوستانو خپلوانو ته ځوابي پيغام ورولېږ
cri2021-09-18 11:52:47
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۴مه نېټه د اېدګار سنو، جورجشفيقحاتم، ريوي اېلي او اسرائيل ايپسټين په ګډون د دغه هېواد د نړيوالو دوستانو خپلوانو ته ځوابي پيغام ورولېږ او په کښې يې نړيوالو دوستانو ته زيات احترامات وړاندې کړي.

د ايدګار سنو، جورجشفيقحاتم، ريوي اېلي او اسرائيل ايپسټين په ګډون د چين د نړيوالو دوستانو ۱۶ خپلوانو په دې وروستيو کې په ګډه شي جين پينګ ته پيغام ولېږه، چې په کښې يې د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو ۱۰۰مې کليزې ته مبارکي وویل او هيله يې څرګنده کړه، چې دوی به د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړونې په غوښتنه د نوې زمانۍ د انترناشنليزم روحيه خپره کړي او د چين له دوهمي سل کلنۍ موخې د ملاتړ لپاره خدمتونه برابر کړي. (شکريه)