ملګري میلتونه به په افغانستان کې عملياتو ته دوام ورکړي
CRI2021-09-18 14:21:13
شريکول:

د ملګرو ملتونو امنيت شورا  د سپتمبر په ۱۷مه نېټه،  په ۱۵ منظوريو رايو سره یوپريکړه ليک تصويب کړ، چې له مخې به يې له افغانستان سره د م.م  د مرستندويه ډلې عملياتو ته دوام ورکړي. د دغې پرېکړې له مخې به ياده مرستندويه ډله په دوامدار ډول د عامو وګړو د خوندیتوب، د بشري مرستو د برابرولو او د میرمنو د حقونو د ساتنې په برخو کې خدمتونه وکړي.

په م.م کې د چين دايمي مرستيالاستازي دای بينګ له رای ګيری وروسته وويل، چې چين د دغه پريکړه ليک د تصويب هرکلی کوي.

نوموړي وويل، ممکنه ده چې نړيواله ترهګري په افغانستان کې راټول او زيات شي. نړيواله ټولنه بايد د ترهګرۍ ضد همکارۍ ټينګې کړي او د ختيځ ترکستان د اسلامي غورځنګ، داعش او د القاعدې ډلې په شمول د ټولو ترهګريزو سازمانونو ضد مبارزه وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې افغانستان د يواړخيزو بنديزونو او په بهر کې د پانګو د بندېدو له امله له لويو اقتصادي ستونزو سره مخ دی. چين له اړوندو هېوادونو څخه غواړي، چې ژر تر ژره د افغانستان پر پانګو بنديز لغوه کړي.