چین ۱۰۶ هېوادونو او ۴ نړيوالو سازمانونو ته د واکسين مرستې برابرې کړي
cri2021-09-18 11:55:03
شريکول:

د چين د نړيوال پرمختګ او همکارۍ ادارې يو چارواکي ويلي، چې چين تر اوسه پورې ۱۰۶ هېوادونو او ۴ نړيوالو سازمانونو ته د کرونا وبا ضد واکسينونه برابر کړي.

د مالوماتو له مخې، له ۲۰۲۰ کال له پيل څخه راپدېخوا، چين ۱۵۰ هېوادونو او ۱۳ نړيوالو سازمانونو ته د کرونا وبا د څېړنې کيټونو، دفاعي جامو، ماسکونو او د تنفس ماشينونو په ګډون نور اړین طبي توکي برابر کړي، د روغتيا نړيوال سازمان ته يې ۵۰ ميليونه امريکايي ډالره ورکړي او د پرمختيايي هېوادونو د بيړني طبي اړتياوو د پوره کولو لپاره يې م.م او نورو نړيوالو سازمانونو ته ۵۰ ميليونه امريکايي ډالره هم ورکړي دي. (شکريه)