شي جين پينګ: شانګهای همکارۍ سازمان د پرمختګ نوې مرحلې ته رسېدلی
cri2021-09-18 15:12:35
شريکول:

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا ۲۱مه غونډه د سپتمبر پر ۱۷مه نېټه په انلاين ډول ترسره شوه، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له بېجينګ څخه په ويډيويي توګه په دغه غونډه کې ګډون وکړی او ((د شانګهای همکارۍ سازمان د پرمختګ نوې مرحلې)) تر عنوان لاندې يې مهمه وينا وکړه.

شي جين پينګ په خپله وینا کي  اشارې وکړې، چې د شانګهای همکارۍ سازمان د جوړېدو له ۲۰ کلونو راهيسې تل د نړۍ د سولې او ابادۍ او د انسانانو د پرمختګ لپاره کوښښونه کړي او کوي يې، د نوي ډول نړيوالو اړيکو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره يې د تيوري او عمل په برخو کې ډېرې څېړنې او کوښښونه هم کړي دي.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ، چې شانګهای همکارۍ سازمان اوس نوې مرحلې ته رسېدلی، موږ بايد د دغه سازمان د ګډ برخليک ټولنه لا ښه جوړه کړو او د نړۍ د دايمې سولې او سمسورتيا لپاره دې لا زيات خدمتونه ترسره کړو. هغه په دې اړه ۵ فقره ييز وړانديزونه وکړل:

لومړی، د دغه سازمان غړي هېوادونه بايد پر یووالۍ او همکارۍ ټينګار وکړي، د تګلارو په اړه دې خپلمنځي ډيالوګ او همغږۍ پياوړې کړي او يو د بل د پاملرنې وړ مسئلو ته دې احترام ورکړي. د بېلا بېلو هېوادونو له هغه عمل څخه دې کلک ملاتړ وشي چې د خپلو حالاتو سره سم يې د ابادۍ او ادارې لارې غوره کړي او د سيمې د هېوادونو په کورنيو چارو کې د بهرنيو ځواکونو لاسوهنې ته دې هېڅ اجازه نه ورکړل کیږي.

دوهم، ياد هېوادونه بايد د امنيت ساتنې په برخه کې په ګډه کوښښونه وکړي او د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ په شمول د ترهګريزو او توندلاريو ډلو ضد دې اوږه په اوږه هڅې وکړي، د نشه يي موادو د مخنيوي، د سرحدي سيمو او د لويو فعاليتونو د امنيت ساتلو په برخو کې دې همکارۍ لا نورې ژورې کړي. دغه هېوادونه بايد په افغانستان کې د وضعیت ارامتيا د هڅولو لپاره همغږی او همکارۍ پياوړې کړي.

درېيم، دغه هېوادونه بايد پر پرانيستې او خلاصون ټينګار وکړي، د سوداګرۍ او پانګونې د ازادېدو او اسانېدو بهير دې پرمخبوزي. چين غواړي له نورو هېوادونو سره د خپلو بازارونو فرصتونه شريک کړي او پلان لري چې په راتلونکو ۵ کلونو کې د دې سارمان له غړو هېوادونو سره د 2.3 زرو ميليارډو ډالرو په ارزښت سوداګريزې معاملې بشپړې کړي.

څلورم، دغه هېوادونه بايد يو د بل زده کړې وکړي، بېلا بېل تمدنونه بايد يو له بل سره تبادله وکړي او په ټولشمول چاپېريال کې ګډ ژوند وکړي. چين به په راتلونکو ۳ کلونو کې د بېوزلۍ له منځه وړلو په پار د دغه سازمان غړو هېوادونو زرو کسانو ته د روزنې فرصتونه برابر کړي. برسيره پر دې، چين به د روغتيا، د بېوزلۍ له منځه وړلو، کلتور او ښوونې په برخو کې له دغو هېوادونو سره ۳۰ همکاريزې پروژې ترسره کړي.

پنځم، دغه هېوادونه بايد پر عدالت او مساواتو ټينګار وکړي، بايد د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو سره سم نړيوال موضوعات حل کړي، بېلا بېل هېوادونه بايد د ګډو سلامشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو پر اصولو ټينګار وکړي اورښتينی څو اړخيز نظام دې عملي شي.

شي جين پينګ باور څرګند کړ، چې شانګهای همکارۍ سازمان مخ په پياوړی کېدو دی او د نړۍ له بېلا بېلو فعالو او پرمختيايي ځواکونو سره به د نړيوالې سولې د جوړولو، د نړيوال پرمختګ د هڅولو او د نړيوال نظام د ساتلو لپاره په ګډه ګامونه پورته کړي.

په دغه غونډه کې ګډونوالو د افغانستان وضعیت ته ډېره پاملرنه کړې، د ترهګرۍ د ګواښ د ليرې کولو، د دغه هېواد د سولې او بيا رغونې په هکله يې له افغانستان څخه ملاتړ څرګند کړی او په ډاګه يې کړه چې د شانګهای همکارۍ سازمان به په دې برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.