د امريکا د مرکزي قرارګاه قوماندان مکنزي د سپتمبر په ۱۷مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ، چې امريکايي ځواکونو د اګېست پر ۲۹مه نېټه د کابل په هوايي بريد کې ترهګر نه دی وژلی، بلکې د ۷ ماشومانو په شمول يې ۱۰ عام وګړي وژلي.
نوموړي په همدې ورځ د پنتاګون په يوه خبري ناسته کې وويل، چې زه به د دې بريد د قوماندان په توګه د دغې پېښې پوره مسئوليت پر غاړه ولرم. (شکريه)