د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيب زاده په ټولنيزو رسنيو کې وويل، چې ايران د شانګهای همکارۍ سازمان د دې پرېکړې ډېر هرکلی کوي چې په دغه سازمان کې د ايران غړيتوب ته يې اجازه ورکړې . نوموړي وويل، چې دا د ايران او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو لپاره ډېر مهم دی او د اسيا په اړه د ايران د بهرنۍ پاليسۍ لپاره مهمه متحرکه قوه ده. هغه زياته کړه، چې ايران به په دوامدار ډول سیمه ييزې همکارۍ ټينګې کړي او سيمه ييز پرمختګ ته به خدمت وکړي.