د چين په شن يانګ ښار کې د سپتمبر د اتلسمې نېټې پېښې د يادونې مراسم تر سره شول
CRI2021-09-19 11:33:44
شريکول:

د سپتمبر د اتلسمې نېټې په سهار د سپتمبر د اتلسمې نېټې پېښې د ۹۰مې کليزې په درشل کې د لياو نينګ ولایت د شن يانګ ښار د ٩.١٨ پېښې د يادونې د موزيم پر وړاندې ډګر کې د خطر زنګ د وهلو مراسم تر سره  شول. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو دايمي غړي جاو له جي په دغو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.

نوموړي په خپله وينا کې وويل، چې د مهم تاریخ يادګيرنه، د انقلابي جګړو د شهيدانو يادونه، د تيري ضد روحيې خپرونه او د ښې ايندې ابادي د خطر زنګ د وهلو مراسمو موخه ده.

د جاپان له تيري سره د مقاومت په جګړه کې د برخه والو سرتېرو استازو، د شهيدانو د خپلوانو استازو، د اړوندو څانګو چارواکو او د بېلا بېلو برخو د خلکو استازو په شمول ۳۰۰ کسانو په دغو مراسمو کې ګډون درلود.