د کرونا ضد چيني واکسين کوته ديوا ته ورسېد
cri2021-09-19 14:54:05
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د سينوفارم کمپنۍ د کوويډ-۱۹ ضد واکسين د تطبيق پلان يعنې کوواکس له لارې له کوته ديوا سره د کرونا ضد ۸۱۶ زره دوزه واکسين مرسته وشوه او په جلا جلا توګه د سپتمبر پر ۱۷ مه او ۱۸ مه د دغه هېواد ابيدجان ته رسېدلي دي.
د کوته ديوا د عامې روغتيا وزير پيرېر دامبر په هوايي ډګر کې د کرونا ضد چيني واکسين تر لاسه کړ.
نوموړي وويل، چې د روان کال له اګست راهيسې په کوته ديوا کې پر کرونا د اخته شويو او مړو شوو کسانو شمېر زيات شوی دی. ده زیاته کړه، چې د چیني واکسین رارسېدل یو مهم ګام دی، څو په دغه هېواد کې د واکسين تطبيق کارونه پياوړي کړي. ده وویل، چې دې واکسین د کرونا وبا په وړاندې د دغه هېواد د مبارزې خلا  ډکه کړه.
(مينه)