د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د ننګرهار په جلال اباد کې د سپتمبر په ۱۸ مه نېټه ۳ چاودنې وشوې، چې له امله يې ۲ تنه وژل شوي او ۱۹ تنه ټپيان دي.
د جلال اباد روغتيايي چارواکو خبريالانو ته وويل، چې په همدې ورځ په دغه ښار کې د طالبانو پر موټرونو ۳ چاودنې شوي، چې له امله يې ۲ تنه وژل شوي او ۱۹ تنه نور ټپيان دي. د معلوماتو له مخې، زياتره ټپيان طالبان دي.
تر اوسه پورې کومې ډلې د يادو پېښو مسئوليت پر غاړه نه دی اخيستی.
(مينه)