د چين مېډيا ګروپ رئيس شن های شيونګ د سپوږمۍ اختر په مناسبت په کور او بهر کې له ډېرو ملګرو سره يو بل ته د اختر مبارکي ويلې ده.
د المپيک نړيوالې کميټې مشر توماس باخ او د يونيسکو عمومي مدير اودري ازولې د چين له مېډيا ګروپ څخه مننه وکړه او کارکوونکو ته یې د سپوږمۍ اختر مبارکي هم ورکړه.
شن های شيونګ په جلا جلا توګه د هانکانګ د خاصې ادارې سيمې اجرائيه مشرې کاري لام او د مکاو خاصې اداري سيمې اجرائيه مشر هه يي چنګ ته د سپوږمۍ اختر په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه ولېږل او د خپل هېواد د سمسورتيا او ابادۍ او دغه راز د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو په لويه سيمه کې د پرمختګ لپاره نېکې هيلې څرګندې کړې.
(مينه)