د امريکايانو ”بخښنه“ کافي ده؟
CRI2021-09-19 16:23:16
شريکول:

د امريکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان مکنزي د سپټمبر په ۱۷مه نېټه دا ومنله، چې امريکايي ځواکونو د اګېسټ پر ۲۹مه  پر کابل  په هوايي بريد کې ترهګر نه ، بلکې د ۷ ماشومانو په شمول يې ۱۰ عام وګړي وژلي دي. نوموړي د دې پېښې په اړه خفګان  څرګند او بخښنه یې وغوښته. نوموړي زیاته کړه، چې هغه به د یادې پېښې پوره مسئوليت پر غاړه واخلي.

د چين ميډيا ګروپ خبريال د سپټمبر پر ۱۸مه د پېښې ځای ته ولاړ. په دې پېښه کې د وژل شوي زمري احمدي ورور، لمر احمدي له څو تنو خپلوانو سره او د دوی ګاونډي مصور رحماني د پېښې په ځای کې د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره مرکه وکړه. 

د زمري وراره مسعود احمدي په غوسه وويل هغوی، چې دومره سخته غلطي کړې، د "بخښنې" په پلمه د قانون له منګلو څخه نه شي خلاصېدلای.

د پېښې په ځای کې اخيستل شوي عکسونه