شي جين پينګ د لاتينې امريکا او کارابين سمندر د هېوادونو ټولنې ۶مې سرمشريزې غونډې ته ويډيويي وينا وکړه
CRI2021-09-19 11:36:13
شريکول:

د لاتينې امريکا او کارابين سمندر د هېوادونو ټولنې ۶مه سرمشريزه غونډه د سپتمبر پر اتلسمه د مکسيکو په پلازمېنه مکسيکو ښار کې پرانيستل شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نوموړې ټولنې د نوبتي رئيسه هېواد مکسيکو په بلنه دغې سرمشريزې غونډې ته يوه ويډيويي وينا وکړه.

نوموړي په خپله وينا کې دې ته اشاره کړې، چې د لاتينې امريکا او کارابين سمندر د هېوادونو ټولنې له تېرو لسو کلونو راهيسې د سيمه ييز ثبات د ساتنې او د ګډ پرمختګ د هڅونې په برخه کې ډېر مهم رول لوبولی دی. چين له دغې ټولنې سره د اړيکو لا ټينګښت ته په درنه سترګه ګوري او د همکارۍ د پياوړتيا او د ننګونو د حل لپاره د دغې ټولنې د کوښښونو ملاتړ کوي.

شي جين پينګ زياته کړه، چې چين به تر خپلې وسې پورې د کرونا وبا ضد مبارزې او د اقتصادي او ټولنيزې احيا په برخو کې د لاتينې امريکا او کارابين سمندر له هېوادونو سره مرستې وکړي.