په چين کې د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د چارو پرمختګ
CRI2021-09-19 11:39:50
شريکول:

په چين کې د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د سلامشورو مهمه ديموکراتيکه لاره او ځانګړی ارګان دی. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دغه ګوند د اتلسم ملي کانګرس راهيسې د دغه نظام په اړه يو لړ مهمې نظريې ورکړي، په تېره بيا په ۲۰۱۹م کال کې يې د نوموړي کنفرانس د جوړېدو د ۷۰مې کليزې د جوړېدو په درشل کې د ولسي سياسي مشورتي چارو په اړه هراړخيز ترتيبات نیولي او ويلي يې دي، چې دغه کنفرانس بايد د سياسي مشورتي چارو او ديموکراتيک نظارت سويه لوړه کړي او پر دغه نظام دې ټينګار  وشي.

د شمېرنې له مخې، له ۲۰۱۳م کال راهيسې په چين کې د بېلا بېلو ديموکراتيکو ګوندونو او ډلو نوموړي کنفرانس ته ۳۰۰۰ لايحې وړاندې کړي دي. له ۲۰۲۰م کال راهيسې د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې غړو د کرونا وبا د وقايې او کنترول او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره ډېرې هڅې کړي او نژدې ۷۰۰ اړوندې لايحې يې وړاندې کړي دي.