د فرانسې د بهرنيو چارو وزير: فرانسه د امريکا او استراليا له خوا د اوبتل تړون ماتول د بې اعتبارۍ او سپکاوي کړنه بولی
CRI2021-09-19 11:41:33
شريکول:

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير جان يويس ليدريان د سپتمبر پر اتلسمه کورنيو خبري رسنيو ته وويل، استراليا د امريکا د اغېزې له امله د ۵۶ ميليارډو يورو په ارزښت د ۱۲ اټومي اوبتلونو د جوړونې په اړه له فرانسې سره لاسليک شوی تړون مات کړی دی. نوموړی د امريکا او استراليا دغه کړنه پر فرانسې د بې اعتبارۍ او یاد هېواد ته سپکاوی بولي او ويې ويل، چې دغه پېښه به د ناټو د نوې ستراتيژيکې مفکورې د بيا ارزونې سبب شي.

فرانسې په دې وروستيو کې له امريکا او استراليا څخه خپل سفيران وروغوښتل. ليدريان په دې اړه وويل، چې د امريکا او استراليا د کړنو له امله له دغو دوو هېوادونو سره اړيکو کې سخت بحران رامنځته شوی، نو د فرانسې پرېکړه معقوله ده.