د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي د سپتمبر په ۱۸ مه نېټه وويل، دا د ايران ډيپلوماتيکه لاسته راوړنه ده، چې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړي هېواد په توګه یې د دغه هېواد د منل کېدو پروسه پيل کړې.
ابراهيم رئيسي په همدې ورځ له تاجکستان څخه د خپل درې ورځني سفر تر بشپړولو وروسته ايران ته بېرته ورسېد. هغه وويل، چې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړي هېواد په توګه به ایران د اسیا سیمې د اقتصادي جوړښتونو سره اړیکې ټینګې کړي، تر څو ایرانیانو ته قوي اقتصادي ګټې راوړي. ده زیاته کړه، چې دا د ايران لپاره يو مهم فرصت دی او د بهرنيو وزارت او اړوند وزارتونه بايد د دغه فرصت لپاره اړين شرايط چمتو کړي.
(مينه)