د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۲۰ مه نېټه د نيپال د ملي ورځې په مناسبت د دې هېواد ولسمشرې بيدهيا ډېوي بهندري ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
شي جين پينګ په دغه پيغام کې ويلي چې، چين او نيپال د متقابلو مرستو او ګډو ګټو ستراتيژيک همکاران دي او د مرکزي ګټو او د علاقې وړ مسئلو په اړه يې تل يو له بل څخه ملاتړ کړی دی. دواړو هېوادونوپه تېر کال کې يو له بل سره د کرونا ضد په مبارزه کې همکارۍ کړي، د يو کمربند او يوې لارې خپلمنځي همګارۍ يې پياوړې کړي او اړيکې يې نورې هم ټېنګې شوي دي. نوموړي زياته کړې چې هغه د چين او نيپال تر منځ اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له ولسمشرې بهندري سره يو ځای د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو پرمختګ لپاره هڅې وکړي او خلکو ته لا نورې زياتې ګټې ورسوي.
د چين صدراعظم لي که چيانګ هم د روانې مياشتې په ۲۰ مه نېټه د نيپال صدراعظم شير بهادور ديوبا ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
(مينه)