په چين کې ۱ ميليارډ او ۱۰۰ ميليونو کسانو ته د کرونا ضد واکسين ور کړل شوی
cri2021-09-20 11:05:43
شريکول:

د چين د روغتيا ملي کمېټې خبر ورکړی. چې د روانې مياشتې تر ۱۹ مې نېټې پورې د دغه هېواد ۱ ميليارډ او ۱۰۰ ميليونو کسانو ته د کرونا ضد واکسين تزريق شوی، چې پکې ۱ ميليارډ او ۲۲ ميليونو کسانو ته د واکسين دويم دوز هم ورکړل شوی دی. د معالوماتو له مخې، په چين کې ۷۸سلنېه خلکو ته د کرونا ضد واکسين ورکړل شوي، چې دا شمېر په نړۍ کې تر ټولو زيات دی.

اوسمهال په چين کې د کرونا ضد واکسينونو د کلنۍ توليدي توان ۵ ميليارډو دوزو ته رسيږي او د واکسين توليدي اندازه يې تر نورو هېوادونو زياته ده.

(مينه)